ادب شعرونه او لنډۍ

غزل / عبدالمالک بېکسیار

Written by admin

کړه مختصره کیسه څنګه شوله ؟
د زړګي سره کیسه څنګه شوله؟
هغه تا هېڅ نه کړي، زه به چې پړ
ومه اکثره کیسه څنګه شوله؟
در رسېدو ته مې لا څومره مزل
جام کوثره کیسه څنګه شوله؟
در پسې ړوند شوم ته به کله راځې ؟
نورالبصره کیسه څنګه شوله؟
هغه زموږ تر منځ د مینې خام تار
هغه بې سره کیسه څنګه شوله؟
کله را غواړې بېکسیار غزل ته ؟
یه انانسره کیسه څنګه شوله ؟.
۲۰۱۶/۱۲/۲

About the author

admin

Leave a Comment