اروا پوهنه ټولنیز علوم

له ناهیلۍ څخه ځان ژغورنه څنګه شونې ده؟

Written by admin

لیکوال: محمد مبشر نذیر

ژباړن : نعیم افغان-هرات

منفي فکر

ځيني کسان د منفي فکر کولو عادت لري.که په  ژوند کي له څو ناکامیو سره مخ شي، نو د ټول  ژوند ستره برخه یې ورګرځوي او تر هغه وروسته یې د ژوند یوازینی مقصد دا وي چي خپله ناهیلي تر نورو ورسوي.  په هر بانډار(مجلس)  کي  د ناهیلۍ په اړه ږغیږي، که څوک خوشاله وویني  د اندېښمن کولو هڅه یې کوي او دهر شي منفې اړخ ته پام کوي. د یوه مفکر په خبره ((لکه مچ د بدن پر  نا پاکه او نوچکن ځای کښېني)) که د خپلي نیکبختۍ او د نورو  دبد بختۍ له مخي نوموړی شاعر،لیکوال، ژورنالیست، انځورګر، هنرمند، سندرغاړی یا ممثل شي، نو به په ټوله ټولنه (معاشره)کي د خپلي ناهیلۍ د خپرولو هڅه وکړي او که په کوم  هنري فن کي د نقاد په توګه و ګومارل شي، نو به هري د ناهیلۍ زېږنده  لیکني، شعر، سندري، انځور او ډرامې ته د هنر او شهکار مقام ورکړي او کوم کسان چي له ده متاثر کیږي، ژوند به  یې د خپګان او ناهیلیو یوه نمونه ګرځي. اوس نو که څوک ناهیلي د ژوند مقصد ګڼي،  کومه مرسته نه شي ورسره کېدای او که څوک غواړي چي له ناهیلۍ ځان وژغوري، د هغوی لپاره اړینه ده چي له داسي خلکو لیري والی غوره کړي. که له  لیري په نظر درشي، لاره بدله کړئ،که په کوم بانډار کي هغه ناست وي  له ورتګه ډډه وکړئ،که مو کور ته درشي پر ناهیلۍ له بحث کولو یې منع کړئ او د بحث کولو لپاره دیوې بلي  موضوع  په رامنځ ته کولو ځان ځني خلاص کړئ. دهغه له لیکنو، شعرونو، سندرو او ډرامو سره بشپړ پرېکون(بائیکاټ) اعلان کړئ. که تاسي لږ څه دقیق نظر  وکړئ، نو ستاسو په شاوخوا او  ټولنه کي  د وبا په څېرخپاره سوي ورته کسان په اساني سره په تور لیست کي را وستلای شئ.

فکري جمود او د فکر او عمل تر منځ توپیر

ښايي د ناهیلۍ یوه بل ستر لامل زموږ فکري جمود(Rigidity) او دفکر اوعمل تر منځ توپیر  وي.  په فکرکي جمود)سختوالی(  هغه مهال  پیدا کیږي، کله چي یو انسان  نه غواړي د خپلي تجربې او مشاهدې  په رڼا کي پر فکر او عمل دتنقید یا نیوکي په ډول کره کتنه وکړي،  خپله هره  کړنه سمه او دبل چا هغه ناسمه وګڼي، له خپلو تېروتنو څخه د عبرت اخیستني  پر ځای د ملامتیا ګوته نورو ته ونیسي  او  یوازي  پر خپله خبره ټینګ ولاړ وي.

د دې یوه ټولنیزه بېلګه داسي ده لکه یو څوک چي غواړي، دکرکټ نوموتی لوبغاړی ځني جوړشي ولي  هدف ته درسېدو لپاره  نه هیڅ ډول زیار باسي او نه د یادي لوبي لپاره چنداني تمرین(مشق)  کوي،خو بیا هم په ملي ټیم کي د نه ګډون ملامتیا د خپل ځان پر ځای پر  مرکزي فدراسیون او دولت  وراچوي. د خپلو تېروتنو هیڅ احساس نه کوي بلکي دنورو په ملامتیا پسي شپه او ورځ لالهانده وي. سمه ده چي په ځینو وختونو کي ځیني په تعصب ککړ کسان  له سړي سره د مور او میرې چلند کوي او په لار کي خنډونه  ورته جوړوي، مګر که انسان خپل استعداد په کار واچوي، د فکر او عمل تر منځ توپير له منځه یو سي، زیار وباسي او خپلو تېروتنو ته ځېر شي، نو  په پوره باور سره ویلای شم چي تر لنډ مهاله ناکامیو وروسته  به زښته ډېري بریاوي ترلاسه کړي.

که لږ فکر وکړو نو ناهیلي یوازي  زموږ تر شخصیت پوري محدوده نه ده   بلکي  موږ دیو قوم یا ټولني په تو ګه  د ناهیلۍ تر برید لاندي راغلي یو. موږ دا سي فکر کوو چي زموږ دقوم یا ټولني دزوال (سقوط)یوازینی لامل د بهرنیانو د سیسې او پلانونه دي. که د جګړې په ډګر کي ناکامه کیږو، پړه يې مخامخ  دبهرنیانو پر دسیسو او پر کورنیو خاینانو ور اچوو خو هیڅ وخت مو پر دې خبره فکر  نه دی کړی چي  دا خاینان ولي همېشه زموږ په کور کي پیدا کيږي او ولي یوه ورځ  زموږ د دښمن په کور کي  خاینان ونه زېږېدل؟  زموږ ملي اردو او استخباراتي شبکې هم  څه ناڅه د دښمن پر خلاف دسیسې جوړ وي مګر ولي یوازي د دښمن دسیسې بریالۍ  کیږي  او زموږ  طرحي او پلانونه  له خاورو سره خاوري کیږي؟ ولي زموږ هر برید ناکامه  او دهغوی دا بریالی وي ؟  څه لامل دی چي موږ سر بېره پر دې چي  پر الله جل جلاله او دهغه  پر رسول صلی الله علیه وسلم  ایمان لرو خو تل مغلوب (ناکامه) یو او  زموږ د ښمنان چي بې ایمانه هم دي، بریالي وي ؟

ورته ناهیلي ددې حقیقت د نه پېژندلو له امله ده؛  لکه څنګه چي الله جل جلاله  د کائناتو نظام د یو څو ساینسي قوانینو په مټ  چلوي، همدا ډول الله جل جلاله د قومونو د عروج او زوال لپاره هم ځیني قوانین جوړ کړي  دي. خو زه دلته یوازي دومره یادونه کوم چي الله جل جلاله په دې نړۍ کي یوازي هغه قوم ته عروج ور بخښلی دی  چي د نورو قومونو په پرتله یې اخلاقي معیار غوره وي ، له خپل عصر سره سم د ساینس او ټیکنالوجۍ په علم کي تر معاصر قومونو وړاندي وي. د نورو قومونو په پرتله پکښي ښه نظم موجود وي او له خپلو وسایلو د ګټي اخیستني په لارو چارو ښه پوهیږي.  په تاریخ کي له یادو ځانګړنو څخه استثنا یوازي او یوازي  دالله جل جلاله پېغمبران او نېک مؤمنان ول ځکه چي الله جل جلا له له هغوی سره غیبي مرسته کوله  خو د نبوت او رسالت تر بشپړېدو ورسته دا ډول غیبي مرسته څرګنده نه ده یاني کله کیږي او کله نه.  ددې هیڅ  ضمانت نشته چي په هره معامله کي مو چي څنګه زړه غواړي هغسي تېروتني وکړو اوبیا دي الله جل جلاله زموږ د مرستي لپاره پرښتې(ملایکي) راولېږي. همدا راز  دازموینې لپاره په الله جل جلاله پوري  د بې ځایه امیدونو او هیليو تړلو خاوندان تل له ناکامۍ سره لاس او ګرېوان وي.

په زړه پوري خولا دا چي په اخلاقي اعتبار هم موږ تر معاصرو قومونو نسبتا کمزوري یو او د پوهني له اړخه خو بېخي پر جاهلانو شمېرل کیږو،. دنورو قومونو دسازمان (Organization) په پرتله زموږ ټولنه(Crowd)  یوه بې نظمه او ګډه وډه ټولنه ده  او  له وسایلو څخه په ګټه اخیستنه کي هم  شاید موږ تر ټولو وروسته پاته یو.  پر دې هر څه سر بېره بیا هم  داسي فکر کوو چي د قومونو په سیالۍ کي دي بریا زموږ  په برخه وي او پر ټوله نړۍ دي زموږ بیرغ رپاند وي،زموږ د دعاوو په برکت دي د دښمنانو په توغندیو ،بمونواو توپونو کيوینه(خزنده) ولوېږي،که موږ کاڼۍ ور وغورځو له هغو دي ایټم بم جوړ شي او ددوی پر سرونو  دي ولوېږي او که هغوی پر موږ  په زهروککړ بمونه را وتوغوي نو پر موږ دي  دګلونو په شان  را توی شي. سمه ده چي دا له خوب او خیاله جوړي شوي ماڼۍ ډېري ښه ښکاري مګر که یو څوک موږ له  دې تریخ حقیقت منلو سره اشنا کوي . بیا نو موږ هغه ځان خوښی، د پردیو غلام،ګوډاګی، ذهني ناروغ  او نه پوهیږم په نورو کومو – کومو نومونو یادوو؟  مګر کله  چي  په حقیقي(رښتیني) نړۍ کي حقایق زموږ  د دا ډول عجیبه او شډلو(Fantanstic ) خیالاتو پر خلاف شي،  نو موږ په ټولنیز  ډول  د ناهیلۍ ښکار  ګرځو.

که موږ د پر دیو د سیسو په وړاندي تر بغارو و چغارو او هغوی ته د ګوت څنډنو  پر ځای  په خپله پوهه او چلند کي د پام وړ بدلون هڅه کړې وای نو نن به موږ په نړۍ واله کچه د پرمختګ یوه نمونه وای او د هر زبرځواک د دسیسې په وړاندي به مو په اسانۍ مقابله کولایشوای.  په دې لار کي چي څومره هڅي شوي دي نو الله جل جلاله  ښکاره کامیابي ور په برخه کړې ده.

About the author

admin

Leave a Comment