له فیسبوک څخه

هېڅ کله هم ناوخته نه دی!/ اسیه محرابی

Written by admin

هېڅ کله هم ناوخته نه دی!

کله چې به مې د کور په حويلۍ کې په جګ غږ سندرې ويلې نو مور به ويل: “نه شرميږې, خو جينۍ يې، چې دا غور غږ دې په کې ايستلی دی، همسايه ګان به څه وايي?”
خو که ريښتيا ووايم، زه اصلا نه شرمېدلم او سندرې مې لا په شوق ويلې، په تېره بيا چې ډېره به خپه وم. زما د خپګان د ليري کېدو درمل همدا سندرې ويل و.
د وخت په تېردو سره، مور مې عادت شوه او نه خښمېدله…
په ښوونځي کې چې کوم وخت به ښوونکی/ښوونکې به درس کې نه ول نو زما نه به ټولګيوالو هيله کوله چې سندرې ووايم، ما به هم په پوره لېوالتيا، د خپل غږ او ذوق هنرنمايي کوله.
کله چې پاکستان ته کډواله شوم نو هلته مو ټول خپل خپلوان کليوال او ګاونډيان ول.
ښه سندرمار، په زړه ژوندي او مستانه خلګ ول. نو په ودونو کې به نجونو او مېرمنو د سره په ګډه، ټپې، کاکړۍ غاړې، نارې او د نورې محلې/فلکوري سندرې تر سهاره په لوړو غږونو ويلې.
بس نو ما ته هم خدایه راکړې وه او ځان مې په ورګډ کړ.
لومړی دا چې خپل وخت مې پکې ښه خوندور تېر و. فکر مې د کابل د پردېسۍ نه په بدلېدۍ. دوهم, تمرين مې پخېدۍ او دريم دا چې د سندمارو نجونو مېنځ کې مې ځاې پېدا کړ او ښې خوندکيانې مې هم شولې.
ما له شوقه دا کار کاوه خو غېر منتظره او په ځان ناخبره د سندرمارو مينځ يوه مطرح جينۍ ګرځېدلې وم او د ودنو ته مې تګ حتمي و.
واقعا زما د ژوند تر ټولو خوږې خاطرې له همدې وخته لرم.
او بلاخره د پاکستان نه د واده کولو په پلمه وه جرمني راپردېسه شوم…
نه يوازې دا چې د کورنۍ د غړو او خپلوانو نه راليري شوم بلکه د غرب د پردۍ او نااشنا ټولنې وه لمنې ګوزار شوم.
همدارنګه د ګډژوند او اولادونو مسوولېتونه هم راغاړې شول…
سندرې خو څه چې کورنۍ او وطن لا رانه پاتې شول.
نورې کيسې
…….
خو زه اوس راغلم د موسيقۍ هنر وه پراخې او ښکلې نړۍ ته. 
هېڅ کله هم ناوخته نه دی.
که د وخت تېريدو ته اهميت ورکړو نو ښه چانسونه له لاسه ورکو.
دوهمه سندره مې راروانه ده په خير. 

About the author

admin

Leave a Comment