سینما او فلم

ښه دی چې مور او پلار مې سره جلا شوی

Written by admin

د بالیوډ د کشری خان سیف علی خان لور او هندۍ سېنما ځوانه فلم ستورې چې تازه تازه د فلم نړۍ ته راغلې، وایی د خپلې مور او پلار په جداوالی تر اوسه هم خوښه ده.

سارا علی خان تر دې مهاله په دوو فلمونو کې کار کړی خو په دغه دوو فلمونو کې د خپل هنر کمال ښودلی او د خپلو مینوالو په زیاتولو بریالۍ شوېده نو په همدې خاطر ورته د رسنیو هم ډېر پام وی.

په یوه تازه خپره شوې مرکه کې سارا علی خان ویلی خوشحاله ده چې مور او پلار یې سره تر اوسه یوځای نه دی.

ډېر کله اولادونه د خپلو والدینو په جداوالی خفګان ښیی او په دغه خبره ورته تکلیف هم رسیږی چې ولې یې مور او پلار سره جلا شوی مګر د بالیوډ دغه نوې فلم ستورې سارا علی خان د دې برعکس د خپل مور او پلار په جداوالی خوښه ده.

په یوه شوې مرکه کې علی خان کله چې ترې د سیف علی او د نوموړی د پخوانۍ مېرمنې امریتا سنګهـ د جداوالی په تړاؤ وپوښتل شول، نو زیاته یې کړه؛ خوشحاله یم چې زما مور او پلار د یو بل تر څنګ نه دی.

سارا د خپلو خبرو په دوام ویلی، پوهیږی که چېرته یې مور او پلار د یوه بل سره تر څنګ ول، نو هېڅکله به یې خوشحاله ژوند نه و تېر کړی. په خبره یې کله چې هغوې خوښ نه ول نو کله به دې هم خوښی نه وه لیدلی.

د یادولو ده چې سارا علی خان له پیل د خپلې مور سره یوځای اوسېده. د هغې په وینا مور یې له ماشومتوبه دا او ورور سمبال کړی او پالنه یې کړې ده، خو زیاتوی چې دا د دې لامل نه دی چې پلار یې سیف علی خان له دوی غافله دی، بلکې همېشه یې پر موبایل د دوې د خیر او خیریت پوښتنه کړې.

About the author

admin

Leave a Comment